https://www.mahasib.com
اړين دى
نور وښيه...
لږ وښيه
تشرح نده ساتل شوې. مخکې لاړ شه؟
کورپاڼه > روغتونو لپاره
روغتونو لپاره
روغتون پيدا کړئ برخه کې روغتون په نوم، درملنې په نوم لکه: زړه ناروغۍ، اړيکو شمېرې، ځاى لکه: سړک نوم، سيمه، کلى، ولسوالۍ، ولايت او نورو کليمو په لټولو نېږدې روغتون پيدا کولاى شئ.

که تاسې روغتون لرئ دلته يې وړيا راجسټر کړئ چې ناروغان، داکټران، درملوال او نور اړوند کسان مو د اړتيا په وخت کې پيدا کړي. د راجسټر لپاره لومړى بايد څيښتن لاندې حساب پرانيځئ تڼۍ په مرسته حساب پرانيځي او بيا د کمپنۍ په ډول روغتون راجسټر کړي.
حساب پرانيځئ
روغتون پيدا کړئ
تړاو کاپي کاپي شو

دا کلينيک له خورا ابتدايي طبي خدماتو تر پرمختللو او مزمنو ناروغيو پورې د تشخيص او درملنې علاوه د ناروغانو د پوهاوي په برخه کې هم لازمې مشورې ورکوي، څو دوی د اړوندې ناروغۍ د نوعيت، وقايوي تدابيرو او نورو په اړه کره مالومات ترلاسه کړي، چې دا کار د مزمنو ناروغانو لکه شکر ناروغان او د زړه ناروغانو د تداوي په برخه کې خورا اړين دي. يو شمير آلماني ډاکټران او په اروپا کې ميشت افغان ډاکټران د کلينيک ډاکټرانو ته په خپلو اړوندو څانګو کې ټريننګ ورکوي. عمومي داخله ماشومانو داخله اورتوپيدي نسایی ولادي د غاښونو ناروغي صغیره جراحي او پاسمان سنتي (ختنه) خوارځواکي رواني مشوره واکسین التراسوند (تلویزیوني معاینات) لابراتوار درملتون
تړاو کاپي کاپي شو

عادل كلينيك، د هلمند ولایت، مرکز لښکرګا ښار، لګان مينه کې له ۱۳۷۹ کال راپدیخوا د مسلکي روغتيايي ډلې په مرسته ، جراحي، داخله، مېرمنو زېږنتون او ماشومانو برخه کی روغتيايي اسانتايوې ورکوي ددی تر څنګ د لابراتوار، درملتون الټراسونډ او بيړنيو مرستو څانې اسانتياوې هم لري.

تړاو کاپي کاپي شو

شینوزاده روغتون لومړی د روغتيايي کلینیک په توګه پیل شو، چې وروسته په ١٩٩٨کې د ٥٠ وارډونو اسانتیا سره په افغانستان کې د لومړي ولسي روغتون په توګه يې بنسټ کېښودل شو. شینوزاده روغتون په لوړه کچه مسلکي موندنې او درملنه د تجربه لرونکو روغتياپلانو لخوا د ماډرن روغتيايي الات پرمټ د کابل په زړه کې ترسره کوي.