https://www.mahasib.com
اړين دى
نور وښيه...
لږ وښيه
تشرح نده ساتل شوې. مخکې لاړ شه؟
د کالدانې نښې او درملنه
د کالدانې نښې او درملنه
تړونى کاپي کاپي شو
کالدانه چې د لشمانيا د مياشو د چیچلو له امله رامنځته کیږي، هر کال په سلګونو زره افغانان ورباندې اخته کیږي. د لشمانيا ناروغي په لږه کچه وژونکې ده، خو د تل پاتې ټپونو په پرېښودلو سره په تیره بيا د انسان پر مخ، د ټولنیز عيب لامل کیږي.
لشمانيا د نړۍ په ٨٨ هیوادونو کی موندل کیږي. د اټکل له مخې کابل په کال ۲۰۱۶ کې د ۲۳۴۲۱۴ پیښو په درلودو سره، د پوستکي دکالدانې د نړی څلورم لوى مرکز بلل شوى دى.
د لشمانيا مياشي په افغانستان کې تر ډېره بريده د ماښام او شپې پر مهال فعاله وي دا ځکه چی د ورځی لخوا نه دوی د لمر دوړانکو په مقابل کی حساسی دی اونادرا دوه فیصده چانس میاشو ته شته چی په تصادفی توکه انسانان یا حیوانان وچیچی ..
په لشمانيا باندې د اخته کس نښې نښانې څه دي؟
لشمانيا څلور ډولونه لري د مياشي له خوا د سړي تر چیچلو وروسته د هغه نښې نښانې د اوونيو او يا مياشتو وروسته څرګند کیږي.
د پوستکي ډول د لشمانيا تر ټولو معمول ډول دى دا ډول لشمانيا د وجود په بربنډ برخو معمولاً په مخ او لاسونو کې د پوستکي د ټپونو سبب کیږي دا ډول معمولاً د څو مياشتو د تيرېدو وروسته د ټپونو د پرځاى پرېښودو سره ښه کیږي.
د سالک ډول لشمانيا د پوستکي ستر ټپونه چې د جذام ناروغۍ ته ورته ده، رامنځته کوي د دې ډول لشمانيا درملنه ستونزمنه ده مخاطى ډول لشمانيا د پوستکي په ټپونو سره پيل شوى چې د غړو لکه پوزې او خولې د غړيو د له منځه تلو لامل کیږي د بدن د داخلى غړيو لشمانيا چې د لوړې تبې، د وزن د کمیدو، د تورې (طحال) او ځیګرپاړسوب او د وينې د کموالې دپرسوب له امله څرګند کیږي چې د نه درملنې په صورت کې کیداى شي وژونکي واوسي ..
که چيرې پوه شم چې په لشمانيا باندې اخته شوى يم بايد څه وکړم؟
د روغتيايي مرستې په لټه کې شئ د دې ناروغۍ درملنه د نورو ناروغیو د ډول په پرتله توپير لري په هغه سيمه کې چې د روغتيايي مرستې ترلاسه کول ستونزمن دي، مهمه ده ترڅو د دې مياشي د چیچلو څخه د مخنيوي په خاطر، د هر ډول پاملرنى څخه کار واخيستل شي. یادونه:- د یادولو وړ بولم چی ددی ناروغی درملنه او تشخیص یی په ټول هیواد کی په دولتی روغتیایی مراکزو کی وړیا ده او کوم فیس د ناروغ نه اخیستل کیږی او د خپلسري تداوۍ نه هم ډډه وکړئ او تداوي لپاره ماهر ډاکتر ته مراجعه وکړئ....