https://www.mahasib.com
Required
Show more...
Show less
تشرح نده ساتل شوې. مخکې لاړ شه؟
Home > Health Information
Health Information
دغه برخه د روغتيا په اړه مالوماتو ته ځانکړې شوې.
که د روغتيا په اړه مالوماتي ليکنه، څېړنه، ويډويي يا غږيز مالومات لرئ هيله دلته د خپرولو لپاره يې راسره شريکه کړئ، د لېږلو لپاره زموږ سره اړيکې پورمې ته ولاړ شئ او هلته اړوند اړيکه وکاروئ يا لاندې منځپانګه وسپارئ، ټنۍ ووهئ ترڅو خپله هغه واچوئ.

ښه چارې.
لېوال کلينيک ادار
submit content
تر واده وړاندې مهمې چارې
تر کوژدن او واده وړاندې مهمې چارې
زموږ ټولنه کې واده کول ترټولو ستره، ګرانه او ستونزمنه چاره ده چې د دوو وګړو د ټول ژوند هرڅه پخپل ځان کې رانغاړي، په پښتني ټولنه کې دغې چارې ته ډېره لږه پاملرنه شوې او ځينې زاړه رواجونه چې پښتنو په خيليز او کليوالي ژوند کې لرل هغه د ښاري ژوند او خپروورو پښتنو ځوانانو او پېغلو اړتياورې نشي پوره کولاى. د ريباري او کورودانولو چارې نوښت غواړي، چې ډېرى پښتانه ورسره مخ او ځوانان اړ کوي چې نيږدې خپلوانو کې ودونه وکړي. خپلوانو کې واده کول ډېرى وخت جوړه، کورنۍ او بچي يې د روغتيايي، اروايي او کونډې ځيرکتيا له ستونزو سره مخ کوي، ځکه مې هڅه وکړه "تر واده وړاندې مهمې چارې" تر عنوان لاندې دا ليکنه وکړم او دغې مهې ستونزې ته نوې حل لارې ولټوم.

د بريالي شريک ژوند لپاره د ډېرو له انده يوازې مينه هرڅه نه‌ شي پوره کولای خو مينه بايد د جوړې ترمنځ وي او بايد د ژوند ترپايه د مينې ډېرول او وده ورکول وساتل شي. لاندې بنسټيزې روغتيايي، اروايي، کورنۍ او ټولنيزې چارې څېړو چې تر کوژدې او واده وړاندې پر هغو پوهاوى د ځان، جوړې او بچيو د روغتيا او ښه ژوند لپاره اړين دي او بايد ډېره پاملرنه ورته وشي:

اړين روغتيايي همغاړيتوب او ازموينې
هغه جوړې چې غواړي کوژدن يا واده وکړي بايد لاندې اړينې روغتيايي ازموينې يا ټيسټونه وکړي. دا ټيسټونه هغه وخت لا ډېر اړين وي چې کله نېږدې خپلوانو کې واده کوئ. يا هغو کورنيوکې واده کوى چې کورنۍ کې نسلي ناروغۍ وي. دا ټيسټونه مالوموي چې له واده څخه وروسته د ماشومانو پيداښت ته خنډ نشته يا ناروغۍ پرې ناوړه اغيز نکوي. د متحده عربي اماراتو په ګډون ډېرو هېوادونو کې تر واده وړاندې ټېسټونه د قانون لمخې اجباري دي. په دې ټېسټونو کې ايډز، زېړى، سيفيلېس او نسلي ناروغۍ لکه تلسيميا، د وينې د سرو کوروياتو ګوږولاى او نورې د وينې ناروغۍ، روبېلا او د وينې ګروپ همغاړيتوب شامل دي چې خورا مهمې او د پام وړ يې په لاندې ډول دي.

١- د وينې ګروپ همغاړيتوب
وينه څلور ګروپونه لريي لکه: A, B, AB, O. د يو ځانګړي پروټين لمخې چې رحيسېس فکټور( ار ايچ) ورته وايي وينه منپي او مسبت اړخ اخلي چې له مخې يې د وينې ګروپونه په اتو نورو ډلبنديو (کټګوريو) وېشل کيږي، دغه پروټين وينه کې د سرو کروياتو پر سر پيدا کېږي چې وينې ته =A+, A-, B+, B-, AB+, AB-, O+, O ګروپ برابروي.

منپي (ف) په هر ګروپ کې دا مانا ورکوي چې ارايچ والا پروټين په کوروياتو کې نشته، ستونزه هغه وخت پيدا کېږي چې د ماشوم پلار مسبت(ث) اومور منپي ارايچ ولري. خو بيا هم ٥٠ سلنه ګواښ وي که د ماشوم ارايچ منفي وي نو هېڅ ستونزه نشته، خو که د ماشوم ارايچ مسبت وي نو د مور د بدن د ژغورنې سيسټم دغه پروټين نه پېژني ځکه د هغې په بدن کې نشته، نو د هغې د بدن د ژوغورنې سيسټم انټيباډي جوړوي ترڅو دغه پروټين له بدن څخه وباسي. دا ويستل د ماشوم نه کېدو يا غورځېدو لامل کېږي. لاندې دوه جدولونو کې هغه ګروپونه ښيو چې بايد واده سره وکړي يا ورڅخه تېر شي:
265982894d045c799f87aa4c43763ea58788c6557f667d5b84d27babe80e2582128a0.png
26599bc7bdfc1e9db318ab7e76e295d322c300c1d1d90263c1cb76140fff7dc466e7c.png

٢- د هيموګلوبين د تغيراتو(variants) ازموينه
تلسيميا(Thalassemia ) او سيکل سيل ( Sickle Cell )، دوه ناروغۍ دي چې د ازموينې لمخې ليدل کېدای شي. تلسيميا د وينې ګډوډي ده چې د ځينو کسانو بدن کې د هيموګلوبين د کمښت لامل کېږي. سيکل سيل هم د وينې د سرو کوروياتود کوږوالي ناروغي ده، ټيسټونه ښيي چې اړوند کس روغ دى، اخته دى او که وړونکى دى.

اخته کس: هغه دى چې خپله د تلسيميا يا سيکل سيل په ناروغي اخته وي.
وړونکى کس: هغه دى چې خپله ناروغ نه وي خو ماشوم ته ددغو ناروغيو انتقالولو سرچينه کېداى شي.

ګواښ هغه وخت کمېږي که چيرې مور يا پلار يو ددغو ناروغيو وړونکى نه وي. خو ستر ګواښ هغه وخت وي چې دواړه ښځه او مېړه په سيکل سيل او/يا تلسيميا اخته يا وړونکي وي.

٣- د ويني د شکر کچه
د شکرې ناروغۍ لپاره لاندې درې ازموينې ترسره کېدای شي چې د A1c ازموينه، د شکرو روژه او د ګلوکوز زغم ازموينه ده. په لاندي جدول کې ارزښتونه په ګوته کوي چې ايا پايلې صحي ، پريډايبيټ يا د شکر ناروغي شخص اعلانوي.

جسمي او رواني روغتيا
د هلک او انجلۍ تر ورکړې وړاندې په ډېرو ټولنو کې دا غوره ګڼل کېږي چې سره وغږېږي او په خپله اړه رښتيا او د زړه خبرې يو بل ته وکړي، تر منځ دا پوهاوى اړين دى چې دواړه لوري د خپلې روغتيا په اړه يو بل ته ډاډ ورکړي. خو بيا ډېرو نورو په ګډون د پښتني ټولنې د دودونو له امله دا ترډېره ناشونې وي، د هلک او انجلۍ د کورنيو دنده ده چې دغه چارې ترسره کړي، ځکه ځينې خبرې ترپايه د جوړې ژوند ګواښلى شي.

کورنۍ جوړښت او حالت
د خاوند او ميرمنې ښه ژوند راز په دوه اړخيزه درناوي او باور کې نغښتی دی. له ناسم چلند او بې ځایه غوسو ډډه وکړئ، زړه یې وساتۍ او هیڅ کله یې د پلار له کوره مه منې کوئ، خو دا هم مه ورته وایاست چې ته زما له خوا د هرڅه واک لرې. ورته و وایاست چې هرڅه باید په مشوره ترسره کړو. هرڅه وکړئ، ميرمن مو درک کړئ، له خویونو او عادتونو سره یې بلد شئ، د تېر ژوند خوږې ترخې ترې وپوښتۍ او وروسته د ځان د خویونو، حساسیتونو او نورو په اړه مالومات ورکړئ.

کله چې جوړه غواړي يو له بل سره ژوند پيل کړي؛ نو اړينه ده چې کورنۍ اړيکې يې سره پييلې وي، نه دا چې په پوره مانا سره ناخبره وي، په رواجونو سره پوهولى شي، د کورنيو ورته دودونه او رواجونه سره خپلولى شي. داسې کورنۍ پيدا کړئ چې ستاسې په ګډ ژوند کې بې ځایه لاسوهنې نه کوي. ځانګړى ډول میرمنې ته مو د کورنۍ دغړو ټول خویونه ووایئ او پر وړاندې یې د چلند چل ور وښایاست.

زده‌کړې
د خوښۍ خبره داده چې اوس ډېر خلک دهلک او انجلۍ په دوستي کې زده‌کړو ته پاملرنه کوي. خو له هلک توقع زیاته کېږي چې لوړې زدهکړى ولري. ډېرى اوس په دې باور دي چې لوستې انجلۍ ډيره پوهېږي، د کورنۍ او نورو غړيو ترمنځ سمون کولاى شي او ښې اړيکې جوړول درک کولای شي.

عقايد
د انجلۍ او هلک تر منځ عقيدوي همغږي ډېره مهمه ګڼل کېږي چې د ټول ژوند اساسات يې پرې درېدلای شي نو د مذهبي ارزښتونو په اړه باید همتړاوى شتون ولري نو ترمنځ د زياتې مينې لامل کېږي.

عمر
د واده پروخت غوره ده چې عمر په پام کې ونيول شي، ډېرو هېوادونو کې ١٨ کلني د واده لپاره قانوني عمر ګرځول شوى خو د مور او پلار په خوښه ځينې خلک تر ١٨ کلنۍ وړاندې هم واده کوي. خو د روغتيا نړيوال سازمان د مور کېدو لپاره له ٢٠ تر ٣٥ کلنۍ عمر ډېر وړ يا مناسب ګڼلى. داسې هم انګېرل کېږي چې که ميرمن مشره وي، خاوند په رواني ناروغيو اخته کېداى شي يا هم تر وخت وړاندې زړېږي. که ميرمن کشره وي ځينې وخت خاوند د هغې غوښتنې نه ‌شي پوره کولای او کېدای شي جوړه له ستونزو سره مخ شي.

کورنيو کې منځلاريتوب او همکاري
هغه کورنۍ بريالۍ وي چې په کورنيو چارو کې ونډه اخلي او چارې په مشوره مخته بيايي، هر کس ته خپل مسؤليت ادا کولوسره د نورو مرسته کول هم ښه کار ګڼي او چارې په ملګرتيا او اشر مخته بيايي. د کورنۍ د غړو په منځ کې متقابل درناوی دود وي، په يو دسترخان ډوډۍ خوري، د مشرانو ځانګړی خيال ساتي. که په ګډ کور کې اوسي، نو د کور د مصارفو بوديجه مالومه او په مياشتني ډول يې د کور مالي مدير( مور، پلار يا بل مشر ته سپارئ. ترڅنګ بې تنخا کسانو مياشتنی جېب خرڅ ورکول به مو ژوند ډېر خوږ کړي.

ماشومان چې په ډيرو کورنيو کې د جنجال سرچينې وي، ماشومانو ته مو ديندارۍ، يووالى، درس لوستل، يو بل ته درناوي او په ښه نوم يادول ښودلو سره کورنۍ کې ستونزې له منځه ځي.

د ميرمنې په ځانګړي بکس، سينګار ميز او نورو توکو کې د هغې له اجازې پرته ګوتې مه وهئ. د اسنادو لپاره ځانګړی ځاى غوره او يوه کيلي مو مېرمنې ته هم ورکړئ، ترڅنګ يې هغه مسايل او مسؤليتونه چې ستاسې مېرمن پورې اړه نلري له ځانه سره يې راز په توګه وساتئ. د خپلې ميرمنې حساسيتونه درک کړئ، که د نسوارو، سګرټو او بله نشه روږدي ياست او د ميرمن مو نه خوښېږي، ترک يې کړئ، کم يې کړئ او يا له کوره بهر يې وکړئ. د اولاد په اړه تر پرېکړې وړاندې موخپل او د مېرمنې اړين ټيسټونه ترسره او روغتيايي حالت کتو سره سم تګ وکړئ.

همدا رنګه که ماشوم سره د مور د وينې ګروپ همغاړيتوب نه لري څه وکړئ؟
له هغه چا سره چه واده کوۍ لومړی مو د خپلې وینې معاینات ترسره کړۍ که د معایناتو نتیجه کې د ښځينه دوینې ګروپ -rh وې او دنارینه د وینې ګروپ +h وې نو د داسی کسانو واده کول د ماشوم لپاره ګواښ دي او د دوى ماشوم هم باید د جدي څیړنې لاندې ونیول شی که چېري دښځی په خېټه کی د ماشوم د وینی ګروپ د مور د وينې ګروپ سره یوشان وی یانې -rh وي نو ماشوم ژوند ته کوم ګواښ نشته او ښځه کولی شي د معمول په ډول ولادت وکړی خو که د مور په خېټه کی د ماشوم دوینې ګروپ د پلار د وینې ګروپ سره یوشان وې یعنی+RH وې نو په دې وخت کی د ماشوم ژوند له ګواښ سره مخامخ دى او باید د روغتياپال له جدی څارنې لاندی ونیول شی. که دماشوم وینه +RH ګروپ ولرې او د مور یی -rh وي نو په دی حالت کې د مور د بدن د ژغورنې سیستم د ماشوم دوینې حجرې د حملی لاندی راولي او ماشوم د وينې کمښت ،زیړي، دماغي تخریب او د زړه خربوالي باندې اخته کیږی. دا ستن ۹۰ سلنه کامیابه وې ځکه نو اوس نړۍ کې دا اړين دي چې بايد مخکې له کوژدی او واده وړاندې، د وينې ګروپ همغاړيتوب، د وينې ګډوډۍ، سرو کوروياتو کوږوالى او شکرې ناروغيو ازمېښتونه هرومرو وکړئ.

پايله کې دا بايد ووايم چې تر واده واړندې هرومرو پورتنۍ روغتيايي ازمېښتونه يا ټيسټونه کوى او بايد خپارواره پښتانه د ځوانانو د کوژدې او واده لپاره نوې لارې چارې ولټوي، ځينې ټولنې چې ډېر پخوا ښاري شوي هغوى د ترورۍ يا ماسي په ډول يو کرکټر رامنځته کړئ چې د جوړو تړاو کې مرسته کوي، له بدمرغه پښتني ټولنه کې دغه برخه کې هم بې جوړښته ده او هر کس اړ دى چې خپله هڅه وکړي. ځوانانو ته مې مشوره ده چې واده يې نه وي کړې په ورځنيو چارو کې د ځوان او پيغلې مختاړى خپل نوم سره مل کړئ. همدارنګه دغه برخه کې بايد له نورو ټولو څخه د جوړو تړلو برخه کې نوښتونه خپل کړل شي.

له مسلکې اړه ددغې ليکنې کتلو لپاره له ښاغلي ډاکټر افتاب احمد خان څخه ځانګړې مننه کوي.
نور رحمان لېوال
که ماشوم سره د مور د وينې ګروپ همغاړيتوب نه لري څه وکړئ؟
له هغه چا سره چه واده کوۍ لومړی مو د خپلې وینې معاینات ترسره کړۍ که د معایناتو نتیجه کې د ښځينه دوینې ګروپ -rh وې او دنارینه د وینې ګروپ +h وې نو د داسی کسانو واده کول د ماشوم لپاره ګواښ دي او د دوى ماشوم هم باید د جدي څیړنې لاندې ونیول شی که چېري دښځی په خېټه کی د ماشوم د وینی ګروپ د مور د وينې ګروپ سره یوشان وی یانې -rh وي نو ماشوم ژوند ته کوم ګواښ نشته او ښځه کولی شي د معمول په ډول ولادت وکړی خو که د مور په خېټه کی د ماشوم دوینې ګروپ د پلار د وینې ګروپ سره یوشان وې یعنی+RH وې نو په دې وخت کی د ماشوم ژوند له ګواښ سره مخامخ دى او باید د روغتياپال له جدی څارنې لاندی ونیول شی که دماشوم وینه +RH ګروپ ولرې او د مور یی -rh وي نو په دی حالت کې د مور د بدن د ژغورنې سیستم د ماشوم دوینې حجرې د حملی لاندی راولي او ماشوم د وينې کمښت ،زیړي، دماغي تخریب او د زړه خربوالي باندې اخته کیږی

که چیرې داسی کسان چه ښځه -rh او نارینه +RH د وینی ګروپونه ولری سره واده وکړی نو سه باید وکړی، د اميندواري په ۲۸ اونۍ کولای شی د coombs test پنوم یو ټیسټ ترلاسه کړئ که چېری دا ټیسټ مسبت وې نو ماشوم ژوند ګواش لاندې دې او باید څارنه یې وشي که چیرې دا ټیست منپې وی نو دا مانا چه د مور د بدن د ژغورنې سیستم د ماشوم په وړاندې انټي باډي لا تراوسه نه ده جوړه کړي او د وینی حجرات یی هم تر حملې لاندی نه دی راوستي نو دا وخت باید مورته د rogham immune glubolin پنوم ستن ترسره شي ددی ستنې/پیچکاري دنده داده چه د مور د بدن د ژغورنې سیستم تيار کړي چې د ماشوم د وینې حجرات تخریب نکړي.
دا ستن ۹۰ سلنه کامیابه وې ځکه نو اوس نړۍ کې دا اړين دي چې بايد مخکې له کوژدی او واده وړاندې، د وينې ګروپ همغاړيتوب، د وينې ګډوډۍ، سرو کوروياتو کوږوالى او شکرې ناروغيو ازمېښتونه هرومرو وکړئ. سمون نور رحمان لېوال
لټون
روغتيايي خپرونې، دلګۍ يا ګروپونه
مجلې، خوالو رسنيو دلګۍ چې روغتيا په اړه خپرونې کوي.
روغتيا په اړه ليکنې