https://www.mahasib.com
اړين دى
نور وښيه...
لږ وښيه
تشرح نده ساتل شوې. مخکې لاړ شه؟
د ملا هډوکي دردونه، ولې او له څه نه راپیدا کیږي؟
تړونى کاپي کاپي شو
د ملا تیر/هډوکی په بدن کې د قوت بنسټ دی، په دې کې ستونزه پيدا کېدل ټول بدن دردوي، نو همدا لامل دی چې که څوک د ملا تیر دردونو او یا نورو ستونزو سره مخ شي دده لپاره د خطر زنګ دی او باید سمدلاسه یې درملنه وکړي.
ددې لپاره لومړی باید د دردونو لاملونه په نښه شي، ځکه چې انسان پخپل ورځیني حالت کې ځينې داسې کارونه ترسره کوي چې دده په ملا تير/هډوکي بد اغیز کوي. دغه حالتونه په لاندې ډول دي:
سګریټ څکول:
سګريټ د روغتیا لپاره تر ټولو زیانمن شی دی، متخصصین وایي چې سګریټ سږي له منځه وړي، خو د نویو څیړونکو په وینا دا هډوکي او بندونه هم کمزورې کوي او هم په کې دردونه پيدا کوي، چې همدا ډول د ملا په هډوکي ډېر بد اغیز کوي او د ښه صحت په له منځه وړلو کې تر ټولو زیات موثر ثابتیږي.
کږه غاړه یا سر ټيټی کیناستل:
سر ټيټي کیناستلو سره په ملا فشار راځي، چې ورسره د ملا تیر کې دردونه پيدا کیږي، او په تدریجي ډول دغه ناسته د ناروغۍ بڼه اختیاروي، دغه ډول ناروغي مبایل یا کمپیوټر ته زیات وخت کږه غاړه کیناستلو سره هم راپيد اکیږي، ځکه د اعصابو جراحي ډاکټران وایي په ځوانانو کې د ملا تیر عملیات د پخوا په پرتله څو چنده زیات شوي دي، او لامل يې د ځوانانو له لورې د ځيرک موبایل یا کمپیوټر د استعمال پر وخت کښتې خواته د غاړي کوږوالی په ګوته کړی دي.
ددې دردونو مخنیوي لپاره ورزش ډیر اړین دی، او باید کوښښ وشي چې د ناستې پر وخت ملا نیغه او سیده ونیول شي.
د ویټامن D نه جذبول:
کله چې د انسان په بدن کې د ویټامن ډي کچه کمه شي د ملا هډوکي دردونه راپیدا کیږي، د ویټامن ډي زیاتره برخه بدن کې له لمر څخه پيدا کیږي، ځینې خلک په دې توجو نه ورکوي چې له کبله یې په دغه ناروغۍ اخته کیږي، ددې لپاره باید د ورځې په اوږدو کې یوه شېبه لمر ته تېره کړئ.
د مبایل او کمپیوټر استعمال:
لکه څنګه مو چې مخکې زیاته کړه چې د مبایل او کمپیوټر استعمال ته اکثر غاړه کږه نېول کیږي، چې د ملا هډوکی یې هر وخت کش او کوږ نیولی شوی وي، چې له امله یې په هډوکو کې د فاصلې یا جداولي راتللو ګواښ جوړیږي او دردونه زیاتوي، ډاکټران وایي هغه خلک چې دموبایل، کمپیوټر یا لیپټاپ د اسعتمال پر وخت يې خپله غاړه ۴۵ درجه زاویه کې کښته نیولي وي دا ډول کسان له پورته ناروغۍ سره مخ کیږي.
کافي څښل:
که څه هم له یوه اړخه او یوه اندازه کافي څښل روغتیا ته ګټوره ده، خو له اندازې زیات څښل یې بدن کې کلسیم کموي، چې له امله یې هډوکې کمزورې کیږي او دردونه راپیدا کوي.
زیات وزن وړل:
وزني بېګ یا بل شای وړل، که هغه په لاس کې نېول شوی وي او یا په اوږو وړل کیږي، زور یې د ملا هډوکي ته ورځي، چې په تدریجي ډول د ملا هډوکې ته زیان رسیږي او د وخت په تېرېدو سره یې دردونه زیاتیږي.