https://www.mahasib.com
اړين دى
نور وښيه...
لږ وښيه
تشرح نده ساتل شوې. مخکې لاړ شه؟
د روماتيزم ناروغي
تړونى کاپي کاپي شو
روماتوید ارترایتس یوه مزمنه التهابي( Autoimmune ) روماتیزمل ناروغي ده چې د ګڼ شمیر مفصلونو(بندونو) د پرسوب،درد،شخوالی او د دندو دناخوالو سره رامنځ ته کیږي.
ډاکټران پدې اند دي چې دا ناروغي په جنتیک او چاپیریال، داړو پورې تړاولري.
د چاپیریال هغه پېښې چې ددې ناروغۍ د رامنځ ته کیدو خطر زیاتوي، د سګرت څکول (باید پیاد ولرو چې دود په هر شکل،د سونګ د توکو د سوځیدو دود،خاصتن هغه چې په کور دننه د پخلي او تودولو أپاره پکارځي ،د سګرت او چلم د دود پشان او د یوشمیر تحقیقاتو د پایلو له مخي،له سګرټ د دودنه د انسان د روغتیا لپاره لا مضر تمامیږي)،د خولې التهاب (periodontitis, )،ویروسي ناروغۍ او احتمالن د هضمي او تنفسي جهاز د نارملو میکروبونو ترکیب دی.دا عوامل،د هغه چا په بدن کې چې جنتیکي مساعده زمینه ولري، دا ناروغي رامنځته کولی شي.
په روماتوید ارترایستس ناروغانو کې یو سیستمیک اتوامیون حالت را منځ ته کیږي.ددې ناروغانو په وینه کې د (anticitrullinated peptides or ACPA, hereafter anti-CCP antibodies ) تر کلینیکي ناروغی کلونه مخکې،دوران کوي.
د نړۍ په کچه0.3 الی 1٪ وګړي پرې اخته کیږي.په میرمنو کې د دې ناروغۍ د رامنځ ته کیدل،د نارینه په تناسب دوه چنده دی.
د ناروغۍ پیک په ۵۰ کلنې کې دی،خو په هر سن و سال کې رامنځ ته کیدی شي.د دې ناروغی را منځ ته کیدل،تر حاملګې روسته په لمړني کال کې هم ډیر لیدل کیږي.
په سر کې دا ناروغان په ورو ورو او د وخت په تیریدو سره غیر وصفي اعراض،لکه د انرژي کموالی،خفیفه تبه او په عمومي ډول د ناروغتیا احساس کوي(ښه نیم).دغه راز سهارنی شخوالی اود یو څو کوچنیو مفاصلو پړسوب هم د ناروغې په مقدمه صفحه کې لیدل کیدی شي. د ناروغي مقدم تشخیص( early diagnosis) او درملنه،د ناروغ په انذار کې ستر نقش لرلی شي.
د بیلګې په توګه،که یوه میرمن چې ددې ناروغۍ کورنۍ تاریخچه ولري،د سګرټ د دود سره مواجه وي او:
- سهار نی شخواله د ۳۰- ۶۰ دقیقو دوام
-شخوالی د ورزش سره بهبود مومي
-شخوالی د استراحت سره زیاتیږي
شخوالی په ماسپښین-ماښام کې زیاتیږي
او دا حالت لا اقل دوه اونۍ دوام ولري،نو روماتوید ارترایتس پیاد ولرئ.خاصتن که د MCP ټندرنس(tenderness ) ولري او او د لاس بندونه ( MCPوwrist,PIPs) پشمول او یا هم د نورو بندونو پړسوب شتون ولري او CRP ,ESR هم لوړ شوي وي.
دا ناروغان د موټي په جوړولو کې ناخواله لري ( Difficulty in making a fist).
د A positive Gaenslen’s squeeze testهم په تشخیص کې مرستندوی تمامیږي.( شکلونهB او C)
د التهاب وصفي علایم: ټندرنس،سوروالی،ګرموالی،پړسوب او د وظایفو مشکل باید په دقت سره ارزیابي او یاداشت کړی شي.
معاینات:
Investigations:
As a minimum, check ESR and CRP, FBC, LFTs, EUC, RF and anti-CCP antibodies, and other investigations when there is a reasonable pre-test probability of a particular condition being present.
Identifying other comorbidities that could affect therapy (such as infection with hepatitis B and C, HIV, and tuberculosis) at baseline is also important.
The sensitivity of RF is around 60–75% with a specificity of 40–85%; in comparison, autoantibodies against citrullinated proteins (ACPA), usually referred to as anticyclic citrullinated proteins (anti-CCP antibodies) have a specificity of 92–100% and sensitivity of 32–43% for the diagnosis of RA.19
په ۱۰٪ نارملو وګړو او لاندنیو حالاتو کېRF په غلط ډول مثبت کیدی شي( False positive RF)
Sjogren’s syndrome, SLE and hepatitis C.
باید پیاد ولرو چې چاغ وکړي معمولن لوړCRP لرلی شي.
عکس (plain XR ) د ناروغۍ په سرکې،د تشخیص لپاره ګټور ندی.
په مزمنه صفحه کې،خاصتن چې DMD نه وي استعمال شويSONIE پیاد لرئ.
S: Soft tissues swelling
O; Osteoporosis
N: Narrowing of joint space
E: Erosion of bones
متاسفانه MRI and US په غلط ډول synovitis ښکاره کولی شي.
درملنه:
د دواګانو تر څنګ، فزیوتیراپي،اکوپیشنل تیراپي(occupational therapy ) ،پودایتري(podiatry )،او د اړتیا په صورت کې د نورو ناروغیو او رواني روغتیا درملنه،ډیره اړینه ده.
دواګانې پر هغو وګړو چې سګرت څکوی او چاق دي،چندان موثریت نلري.
- پاراسیتامول د درد لپاره تر هرې بلې دوا بهتر شمیرل شوی دی.
- غیر ستیروید التهاب ضد دواګانې ( NSAID) د درد او پړسوب سره مرسته کولی شي خو د ناروغتیا د پرمختګ مخنیوی نه کوي.نو د دردونو د ارامولو لپاره لازمه ده چې کم مقدار،کمدوامه دوا( short acting)،د لنډ وخت لپاره استعمال او عوارضو ته ئي خاصه پاملرنه وشي.
ستیروید۰ مثلن prednisolone Max 15 mg in the morning ) د درملني په شروع او په لږ شمیر واقعاتو کې ړد عوت په وخت کې د یوې کمې مودې( خد اکثر څو اونۍ) لپاره استعمالیدی شي.دوامداره استعمال،د ناروغۍ د پرمختګ نه مخنیوی کولی نشي،له بلې خوا،دا دواګانې ګڼ شمیر جانبي عوارض هم لري!!.
غیر ستیروید ضد التهابی دواګانې د حمل په دوره کې اړین دی چې په لمړنیو ۸ اونیو او روستي ترایمستر( 3ed trimester of pregnancy ) کي قطع او که په کلینیکي لحاظ ضرورت شي نو ستیروید استعمال کړی.(Of the csDMARDs, methotrexate, leflunomide and d-penicillamine are contraindicated during pregnancy
Hydroxychloroquine and sulphasalazine are safe. )
-د DMARD( روماتیزم ضد هغه دوګانې چې د ناروغي د پرمختګ په مخنیوی کې مرستندوی دي) د موثریت د ښکاره کیدو لپاره تر ۳ میاشتو وخت پکار دی.نو ځکه د نورو داواګانو استعمال اړين بریښي.
په ټوله کې،د ډاکټرانو ترمنځ توافق شتون لري چې باید هرMethotrexate ناروغ ته ورکړی شي،مګر داچې مضاد استطباب وي.(significantly impaired renal function or liver disease, )
کچیری ناروغ دمیتوترکسات سره ښه نه شي،د یوه بل DMARDs علاوه کول،په روتین ډول صورت مومي.
خو که ناروغ تر ۶ میاشتو پورې لاهم ښه نه وي،نود نورو دواګانو( هغه صنف دواګانې چې په پخواني DMARD کې شمولیت نلري او په ټوله کې ددې ناروغی په درملنه کې پدې روستیو کي رواج کړی شوي دي) استطباب لازمي شي( biologic or targeted synthetic medication)
باید پیاد ولرو چې ټولې هغې دواګانې چې د روماتوید ارترایتس په درملنه کې مستعمل دی،ګڼ شمیر جانبي عوارض لرلی شي نو اړینه ده چې داسې ناروغان د همیش لپاره د معالج ډاکتر لخوا په منظم ډول ارزیابي او د وینې لازم معاینات تر سره کړی شي.
که ناروغ میتوتریکسات تحمل نکړی شي، نو د هغه پرځای hydroxychloroquine, sulphasalazine or leflunomide. استعمالیدی شي.
میتوتریکسات په اونۍ کې یو ځل د خولي یا تر پوټکي لندې(SC injection) زرق کیږي او ورسره د حد اقل په اونۍ کي ۵ مليګرام فولیک اسید ورکړه حتمي او ضروري ده.
حد اکثر دوز ئي په اونۍ کي یوځل 25 ملي ګرامه دی.که د خولي له لارې تحمل نشي یا تاثeر ئي کم وي نو رزقي شکل ئي باید استعمال شي.
عمده جانبي عوارض: د خولې زخمونه،د هډوکو د مغز (Bone marrow supresion )،د ځیګر ( Liver toxicity) او زړه بدوالی دی.څرنګه چې اطراح ئي د بډوډي( renal excrition) له لاري دی نو باید دوز ئي عیار کړی شي.
نور معاینات ( FBC,LFTs,EUCs) باید په منظم ډول اجراشي.
هایدروکسکلوروکین،ضد التهابي اود امیون سیستم کې د تغیراتو د رامنځ ته کولو په وجه( immunomodulation) د د روماتوئید ارترایتس په درملنه کې،د میتوتریکسات سره یو ځای استعمالیدی شيي
حد اکثر دوز ئی 400 ملی ګرامه د خولي له لاری دی.تاثیرات ئی څو میاشتې وخت ته اړتیا لري.
دناروغ سترګې باید د سترګو د متخصص لخوا هر معاینه شي ( potential macular toxicity)
.
سولفسلازین ( sulfasazine): د تاثیر میکانیزم ئی لا په پوره توګه معلوم ندی.
عوارض: دلبدي،سردردي،جلدی اندفاعات او د ویني معاینه باید وشي(biochemical transaminitis ). جانبي عوارض ئي په لومړنیو څو میاشتو کې ډیر لیدل کیږي.
لیفلونوماید ( leflunomide) هم یوه فمي داواده.
تاثیرات او عوارض ئي د میتوتریکسات سره د مقایسې وړ دي،خو د اسهال خطره ډیره ده.
د ضرورت په صورت کې د میتوتریکسات سره یو ځای استعمالیدی شي،