نريرنځ ناروغي د يوه ميکرب يا بکټريا په مرسته را منځته کېږی چې د میکوبکټریم تبرګلوز په نوم یادېږي. د دغې ناروغي له امله هر کال د نړۍ په بېوزله هېوادونو کې ميليونونه کسان مړه کېږي.
د نريرنځ ميکروب د ناروغ له خوا د ټوخي له لارې شاو خوا کې خپرېږي او نور کسان دا ميکروب د تنفس له لارې اخلي، نو په ډېرو مواردو کې د بدن ساتونکى سيسټم ددې ناروغۍ مخنيوی کوي.خو که دغه ساتونکی سيسټم کمزورى وي يا وروسته کمزورى شي، د نريرنځ عامل وده پيل کوي او په سږو او نورو جهازو کې د ناروغۍ سبب ګرځي.
په نريرنځ اخته ناروغ څنګه پېژندلای شو؟
هغه کسان چه د سږو په نريرنځ اخته وي، د مياشتو په موده کې له کمزورۍ،کسالت، د اشتها له نشتوالي، وزن بايللو، تبې او د شپې له خوا له خولو څخه شکايت لري.
ټوخی د سږو د نريرنځ ستره علامه ده چې په اوله کې وچ او بيا وروسته بلغم هم ورسره وي.
د بلغم رنګ اول سپين وي او وروسته ژېړ او تياره رنګ پيدا کړي او کېدای شي چې وينه هم له بلغم سره ګډه وي.
کله داسې هم شي چې له ټوخې سره يوه زياته اندازه وينه لاړه شي چې ناروغ ته ګورئ نو ډنګر، کمزورى او ناتوانه ښکاري.
د دې ناروغۍ پېژندنه او درملنه د نريرنځ د درملنې په مرکزونو کې کېږی.
مهمه خبره دا ده چه په دې ناروغي اخته کسان يوې اوږدې مودې درملنې ته اړتیا لري.
ډېر ناروغان او کورنۍ تر يوې لنډې مودې وروسته، کله چې ناروغ لږ ښه شي، د هغه درملنه پرېږدي چې دا يو ګواښوونکى کار دی او بايد په نريرنځ اخته ناروغ او د هغه کورنۍ په دې ښه پوه کړای شي چې که د نريرنځ درمل په درست ډول او د ډاکترانو له هدايت سره سم واخستل شي، دا ناروغان سل په سلو کې رغېږي.
که درمل د لازمې مودې لپاره ور نه کړو، د نريرنځ ميکروب په وجود کې ژوندی پاتې کېږي او ناروغي بیا شروع شي چې په دې حالت کې ډېرو او يا قيمتي درملو ته ضرورت پېښېږي.
د نريرنځ ناروغۍ مخنیوی
BCG په نوم واکسين د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې ماشومانو ته ورکول کېږي او د ناروغۍ په وقايه کې ستر رول لوبوي. دغه واکسين خپلو ماشومانو ته ورکول مه هېروئ او په دې توګه د خپلو اولادونو ژوند خوندي کړئ.