الحمدلله رب العالمین القایل فی کتاب الکریم اما بعد فااعوذبالله من الشیطان الرجیم 0 بسم الله الرحمن الرحیم0
دا چې په دې وروستېو کې ډینګې وایرس پاکستان او د دافغانستان شرقي زون د خپل تاثیر لاندې راوستی او ډیری خلک یې ناروغ کړي نو ما لازمه وګڼله چې په اړه یې یو څه څه معلومات ولیکم
ډينګي (Dangue):
ډینګې یوه مرګوني ناروغۍ ده چې د ډینګې وایرس له امله پیدا کیږي. دغه ناروغۍ څلور ستر ډولونه لري چې د فلاوي ویردیا کورنۍ غړي دي.
د سنګل سټنډرډ ار ان ای څخه شمیرل کیږي چې د (اډیس اګیپټی) میاشو په واسطه انتقالیږي.
په ګرمو او نسبتآ ګرمو سیمو کې ېي د سلو څخه زیاتو هیوادونو کې شتون لري او په نني عصر کې په یو نړیوالې ناروغۍ بدله شوې.
په نړۍ کې د ۳ بیلونه خلک په هغو سیمو کې ژوند کوي چیرته چې د ډینګې خطر موجود دی هر کال ۴۰۰ میلونه خلک په ډینګي ناروغۍ اخته کیږي تقربیآ ۱۰۰ میلونه ېي د سخت خطر سره مخ کیږي او ۲۲۰۰۰ خلک خپل ژوند له لاسه ورکوي.
ډینګې ناروغۍ تاریخچه:
• د ډینګې لومړنۍ پیښه چې احتمال کیږي په ۴۲۰ م کال په چین کې د الوتوونکو مرغانو په یو لابراتوار کې ولیدل شوه.
• په ۱۶۳۵م کال په ویسټ انډیز کې یوه پیښه ثبت شوه.
• په ۱۷۷۹م کال د ډینګې نوم و پیژندل شو.
• په ۱۷۸۰م کال په افریقا، اسیا او شمالي امریکا کې د ډینګي لومړنۍ یقیني پیښې ثبت شوې.
• په ۱۹۰۶م کال کې معلوم شو چې ډینګې ناروغۍ د انتقال وړ ده.
• په ۱۹۷۰م کال کې د ډینګې ناروغۍ له وجې لومړې ناروغ خپل ژوند له لاسه ورکړ.
• په ۱۹۸۱م کال کې ډینګې ناروغۍ یو چپه چې په امریکا او افریقا راغله ډیر مرګونی ثابت شوه او په همدې کال د ډینګې دوه ډولونه و پیژندل شوو.
• په ۲۰۱۱م کال کې ډینګې یوه بله څپه چې په پاکستان راغله ۴۰۰۰ مشکوکې پیښې ثبت شوې چې ۲۱۴۳ پیښې ېي مثبتې وي چې ۱۰ کسان ترې مړه شول.
• په ۲۰۱۷م کال کې سانوفي پاستور د ډینګې واکسین جوړولو یو ناکامه هڅه وکړه.
• په ۲۰۱۹م کال کې د (سي وای ډي او ټي ډي وي) په نوم واکسین جوړ شول کوم چې د ۹ تر ۱۲ عمر لرونکو انسانانو لپاره کارول وړ دي.
• په ۲۰۱۹م کال کې یو ځل بیا ډینګې ناروغۍ خپله خوله په پاکستان کې ولږوله چې دا ځل د پخوا په څیر ډیر خطرناک ثابت شو چې ۱۹۰۰۰ پیشې ثبت شوې او ۳۰ ناروغانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.
د ډینګې ناروغۍ ډولونه
ډینګي وایرس ۱ (DENV-1):
په انسانانو کې د څلورو سیرو ټایپ څخه یو ډیرعام مکرر وایرس چې د نړۍ ۱۰۰ هیوادونو کې شتون لري.
ډینګي وایرس ۲ (DENV-2)
دغه وایرس د څلورو سیرو ټایپ څخه دی چې د فلاوي ویردیا د کورنۍ پورې اړه لري چې انسان ته د ډینګي شدیده تبه پیدا کوي.
ډینګي وایرس۳ (DENV-3)
دغه وایرس د څلورو سیرو ټایپ څخه یو دی چې هیمرهاجیک تبه پیدا کوي کوم چې د ډینګي شاک سیندروم سبب کیږي.
ډینګي وای ۴ (DENV-4)
دغه وایرس د فلوي وایرس د نسل څخه دی چې د فلاوي ویردیا د کورنۍ پورې اړه لري. دغه وایرس د ډینګي خطرناکه ناروغي پیدا کوي زیاتره ېي د مرګ سبب کیږي.
د ډینګي ناروغۍ انتقال:
د ډینګي وایرس د میاشو په واسطه له یو انسان څخه بل انسان ته انتقالیږي. چې دغه میاشي په ولاړو اوبو، ډنډونو، د حیواناتو خوړو او مردارو ګلانو کې هګۍ اچوي او په دغه ډول ېي خپل نسل زیاتوي. ددغه د انتقال دایره داسې جوړوي چې کله میاشی یو روغ انسان وچیچي او په ډینګي ناروغۍ اخته شي یو بل ماشی راشي او دغه انسان وچیچي دغه ماشی د ډینګي ماشی وګرځي نو که چیرته دغه نوی اخته شوی ماشی کوم بل روغ انسان وچیچي په ډینګي ېي اخته کوي او همداسې یوه دایره جوړوي چې د ډینګي سایکل په نوم یادیږي.
کله چې یوه ښځه حامله وي او په دغه ناروغۍ اخته شي نو دغه ناروغي یا خو په رحم کې ماشوم ته لیږدوي او یا هم د پیدایښت په وخت کې.
همدارنګه دغه ناروغي د ویني، سورنج او د بدن د غړو د تبدیلی په وخت انتقالیږي.
د ډینګې ناروغۍ تاثیرات:
ډینګې وایرس چې کله د میاشو په واسطه بدن ته داخل شي نو ډاریک په معده، کلمو ډیر تاثیر کوي بیا وروسته په هډکو اوعضلاتو تاثیر کوي چې د سخت درد لامل کیږي.
د ډینګي ناروغۍ لاملونه:
• میاشي
• ولاړې اوبه
• ګند
د ډینګي ناروغۍ نښې نښانې:
ددغې ناروغۍ نښې نښانې د ۴ څخه تر ۶ ورځو کیږي ښکاره کیږي او تر لس ورځو پورې دوام کوي. کله کله ددغې ناروغۍ په نښو نښانو باندې د فلو او یا هم نورو وایریسې ناروغیو ګمان کیږي.
• ناڅاپي او شدیده تبه
• سر درد
• د سترګو شاتنې برخې درد
• د عضلاتو او هډوکو درد
• زړه بد والی
• د ستړتیا احساس
• د پوستکي خارښت چې د تبې نه ۲ څخه تر ۵ ورځو وروسته شروع کیږي
• د ناروغۍ په دروان کې پزې او خولې څخه کله کله وینه تلل
د ډینګي ناروغۍ تشخیص:
کله ناروغ ولیدل شي چې زکام نه دی او د بدن درد، شدیده تبه او زړه بدوالی لري نو باید د ډینګي ټیسټ لپاره توصیع شي. په نړۍ کې ډیر دولتي او تجارتي لابراتوارنو کې د ډینګي ټیسټ کیدلای شي. د وینې ټسټ ددغې ناروغۍ تر ټولو غوره تشخیص کولای شي.
۱ـ ناټس (NAATs): د ډینګي شک لروونکي ناروغانو ته دغه ډول ټیسټ یو غوره میتود دی. کله چې د ناروغۍ نښې ښکاره شوې ۷ ورځی وروسته دغه ټیسټ د سیرم نمونو کې ترسره کیږي.
۲ـ سیرولوجیکل (Serological): په دغه ټسټ کې د IgM انټي باډي په واسطه کولای شي چې موږ ته ډیرې ساري ناروغۍ تشخیص کړي.
۳ـ ای جي جي انټي باډي (IgG Antibody): دغه ټیسټ د ELISA په واسطه ترسره کیږي.
د ډینګي ناورغۍ څخه مخنیوی:
• د ډینګې وایرس واکسین کول
• د اوږدو لستوڼو او اوږدو پیسو جامو اغوستل
• د خوب په وخت کې د پشه خانو کارول
• په خپل چاپیریال کې د ډنډونو له منځ وړل
• د زیاتو ونو کرل
• په هفته کې یو ځل خپل کور یا هم چاپیریال دوا پاشي کول
د ډینګې ناروغۍ درملنه:
ددغې ناروغي لپاره کوم ځانګړي درمل شتون نه لري خو که تاسو پوهیږي چې ډینګي یاست د ډیر درد او تبې د ارامولو لپاره اسیتامینوپین (Acetaminophen) وکاروۍ او هم مهال باید ډیر استراخت وکړئ او مایعاتو څخه کټه واخلئ. خو په دغه وخت د اسپرین (Aspirin) د کارولو څخه ډډه وکړي ځکه د ویني د بهیدو سبب کیږي.