https://www.mahasib.com
اړين دى
نور وښيه...
لږ وښيه
تشرح نده ساتل شوې. مخکې لاړ شه؟
د بواسيرو ناروغي او درملنه
د بواسيرو ناروغي او درملنه
تړونى کاپي کاپي شو
که چیرې د غټې کولمو د وروستۍ برخې رګونه وبړسېږي. سخت درد کوي کله چې په هغې کې زیاته وینه جمع شي، نو چوي او وینه ترې بهېږي، دې ناروغۍ ته خوني بواسیر ویل کېږي. کله چې په یاد سوی برخه کې یوازې خارښت او درد وی، نو هغې ته بادي یا ریاحي بواسیر ویل وکېږي.
کله چې په یاد سوی برخه کې یوازې خارښت او درد وی، نو هغې ته بادي یا ریاحي بواسیر ویل وکېږي.
د ناورغۍ سبب
په سستو او تنبلو خلکو کې چې عموماً په ناستې کار کوي، ځیګر ناروغۍ، د قبضیت درلودل، د بادي څیزونو په ځانګړې توګه د غوښې زیات خوړل، مرچک او مسالې او د تېرو څیزونو زیات خوړل د دې ناروغۍ سببونه دي.
د ناورغى نښې
د مقعد په وریدونو کې د وینې د جمع کېدو له امله سخت درد. کله نا کله د وینې وتل، وینه يوازې وي او ډکو متيازو سره ګډه نه وي. د پېچش او د بواسیر د وینې توپیر هم دې کې دی چې د پېچش وینه له ډکو متيازو سره ګډه او کمه وي او د بواسیرو وینه زیاته، سره او پرته له درده څخه راځي. د مقعد د معاینې په وخت کې هلته بهر وړې وړې غوټې لیدل کېږي او یا دننه خواته د ګوتې په مرسته معلومیږي، چې همدغه غوټې د بواسیر مهمه او غټه برخه ده.
د مقعد د معاینې په صورت کې هلته بهر وړې وړې غوټې لیدل کېږي او یا دننه خواته د ګوتې په ذریعه معلومیږي، چې همدغه غوټې د بواسیر مهمه او غټه برخه ده.

بواسيرو درملنه
ناروغ ته tab.pilex د ورځې درې ځلې دوه دوه ګولۍ ورکړئ. Pommad.Hadensa یا Pommad.Prepration. H
او یا Pommad.xylocoine د مقعد بهر او دننه ولګوئ له دې سره د درد درملنه کېږي.

د قبضیت د رفع کېدو لپاره ناروغ ته sal.parafin liquid یا Cremafin ورکړئ ناروغ ته د پړسوب په حالت کې Cap.Ampiclox 500mg د ورځې ۴ دانې او د وینې د زیات جریان د کمېدو لپاره Inj.Anroail یا Vitk ورکړئ.
که چېرته د مقعد غوټې ډېری کړاو ورکوونکي وي، ناروغ ته د جراحی عملیات مشوره ورکړئ.
د قبضیت د رفع کېدو لپاره ناروغ ته sal.parafin liquid یا Cremafin ورکړئ ناروغ ته د التهاب په صورت کې Cap.Ampiclox 500mg د ورځې ۴ دانې او د وینې د زیات جریان د کمېدو لپاره Inj.Anroail یا Vitk ورکړئ.
که چېرته د مقعد غوټې ډېری تکلیف لروونکي وي، ناروغ ته د جراحی عملیات مشوره ورکړئ