https://www.mahasib.com
اړين دى
نور وښيه...
لږ وښيه
تشرح نده ساتل شوې. مخکې لاړ شه؟
د اوبو د کموالي په صورت کې په بدن کې څه پېښېږي؟
تړونى کاپي کاپي شو
د اوبو د کموالي په صورت کې په بدن کې څه پېښېږي؟
۱ – ادرار د نورمال څخه زيات تياره وي.
دا په دې معنی چې په لازمه اندازه مو اوبه نه دي څښلي، پښتورګی د توکسينو د بهرکولو اوبو ته ضرورت لري.
۲- پوستکی مو وچ پاتې کېږي.
د بدن پوستکي دوامداره نم ته ضرورت لري، دا هم د اوبو د کمو څښلو د تيجو څخه يوه نتيجه ده .
۳- سر مو درد کوي .
که په بدن کي مو په لازمه اندازه اوبه نه وي د وينې فشار مو ټېټېږي، او نتيجه کي د سر درد سبب کېږي.
۴- زر ستړي کېږي.
د اوبو د کمي له امله بدن په لازمه اندازه اوکسيجن نه سي توليدولي، نو تاسې ځان تل ستړی احساس کوئ.
۵- قبض
د هاضمې سيستم د منظم کار کولو لپاره بايد پرېمانه اوبه وڅښئ. کله چې اوبه ونه څښئ د بدن موجودې اوبه په مختلفو برخو کي غونډېږي او د هاضمې سيستم ته لازمې اوبه نه رسېږي. چې دا پخپله د قبض سبب ګرځي.