https://www.mahasib.com
اړين دى
نور وښيه...
لږ وښيه
تشرح نده ساتل شوې. مخکې لاړ شه؟
د انسان وینه او د هغې برخې
تړونى کاپي کاپي شو
د انسان وينه د جسم په هډکو کې (Bon marrow) کې موجوده وي ، په خاصه توګه اسټيم سيل(Stem cell) نه جوړيږي،
د وينې په بنيادي توګه دوه حصې وي يعنى اول مايع يا پلازما (plasma) او دويمه حصه په دې مايع کې موجود مختلفې حجرې دي
#پلازما(Plasma)
پلازما يٶ شفاف او زېړرنګه مايع وي، پدې کې شګر، غوړ،پروټين، او د مالګې سلوشن موجود وي، ددې په ذريعې وينه کې موجود حجرې په ټول جسم کې ګرد چاپېره (Circulate) کيږي ،
په پلازما کې تقريباً 90 فيصده اوبه او 10 فيصده د وينې تركيبولو پروټين او نورې مادې موجود وي
په پلازما کې درې قسمه حجرې پيدا کيږي
د وينې سرې حجرې(Red blood cells)
پليټيليټس(Platelets)
د وينې سپينې حجرې(White blood cells)
#دوينې_سره_حجره(Red blood Cell)
د وېنې سرو حجرو کې يٶ خاص قسم برخه د هيموګلوبين(Hemogloben) وي چې په جسم کې مختلف حصو ته اکسيجن تحويلولو دنده سرته رسوي، دا هيموګلوبين اوسپنه لرونکې (Haem) او پروټين(Globen) لري، په وينه کې د اوسپنې (Heam) کميدل په حقيقت کې اينيميا(Anaemia) يا د وينې کمي ورته ويل کيږي
د وينې سرې ذرې اوسطاً 120 ورځو پورې ژوندې اوسي ، د هغې نه باد د وينې ذرې سيلو کويل سيسټم (Seticuloedothelial system) ته داخليږي او د ځيګر لاندې (چې د سرو حجرو قبرستان هم ويل کيږي) او د هډوکو (Bone Marrow) څخه جوړ شوى دى
دا سيسټم ددې حجرو ميده کولو نه وروسته حاصل شوي ځينې مادې دوباره په استعمال کې راولې او ځيني د جسم نه خارجيږي
#پليټيليټس(Platelets)
کله چې زخم په صورت کې د پرهار نه وينه تويدل شروع شي نو په وينه کې شامل خاص قسم حجرې د وينې ودرولو مخه نيسي دې ته پليټيليټس (platelets) يا (clotting cells ) ويل کيږي
دا د وينې سرو او سپينو ذرو نه په سائز کې وړې وي ددې د حجرې هسته نه وي او د 8 نه تر 9ورځو پورې ژوند لري د هغې نه وروسته ځيګر دا حجرې وژني چې د هغې ځاى نوې حجرې نيسي او په جسم کې ددې يٶ خاص تناسب ratio برقراره پاتې کيږي
ددې ذرو د نارمل نه زيات غټيدو ته (thrombcytosis) ويل کيږي، په همدې وجه د وينې شيريانونو کې وينه کلکيږي او د ويني جريان بنديږي، په وينه کې ددې نارمل شمېر د (1500000) نه واخلې تر (4500000) پورې في مايکرو ليټر موجود وي،
په وينه کې ددې ذراتو کميدل (thrombcytopenia) د پيچيده لاملونو وجه کيداى شي، لکه د مثال په توګه د اورۍ وينې کيدل، او د جسم مختلف حصو نه پخپله وينه تلل او داسې نور
#د_وينې_سپينې_حجرې( white blood cells)
د وينې سپينې حجرې په پنځه قسمه دي او ددې بنيادي دندې د بيمارۍ خلاف محافظت چمتو کول دي په دې کې ځيني حجرې انټي باډيزونه (Antibodies) جوړوي، ځيني حجرې بيکټيريا (Bacteria) او ځيني نور بيا مايكروسكوپک ژوندي موجودات او ضعيفې حجرې وژني، او ځيني پکښې د وايرسو او د پرازيټ(Parasites )خلاف محافظت او بيا ځيني پکښې د الرجي خلاف اهمه دنده ترسره کوي
د سپيې وينې حجراتو بنيادي کار په جسم کې دننه د بيماريو مخالف دفاع کول او له منځه يې وړل دي، په وينه کې د سپينو حجرو زياتيدل په دې معنى هم کيداى شي چې دا په جسم کې د انفيکشن (infection) بيماريو خلاف څومره دفاع کوي او په څومره انداز يې د جسم انفيکشن کنټرولولو لپاره په زيات مقدار پيدا کيږي يعنى په جسم کې انفيکشن امکان شته نو په دې وجه په بدن کې سپينه وينه زياته شوي ده
په وينه کې د سپينې حجرو کميدل مدافعي نظام کمزورى کوي او جسم په مختلف قسم بيماريانو اخته کيږي، د ايډز (AIDS) مريض کې د (H.I.V) په نوم وايرس د جسم په سپينو حجرو باندې حمله کوي او په دې کې په شددت سره کمې راځي، په همدې راز د جسم قوتې مدافع نظام تقريباً په ختميدو شي .