https://www.mahasib.com
اړين دى
نور وښيه...
لږ وښيه
تشرح نده ساتل شوې. مخکې لاړ شه؟
بي دولس ويټامين
بي دولس ويټامين
تړونى کاپي کاپي شو
بي دولس B12 ويټامين د وجود لپاره يو اړين ويټامين دی . د B12 ويټامين د وينې د سرو کروياتو په تشکيل او د عصابو په نارمل ساتلو کي ډير مهم رول لري.
بي دولس B12 ويټامين د پوستکي , نوکانو او دويښتانو په سالم ساتلوکي هم مهم رول لوبوي.
په وجود کې د بي دولس B12 ويټامين د کموالي يا نشتوالي په صورت کې د عصابو خسارات ,د ويني کمښت (کم خوني), د هير زياتوالي , د حافظي ضعيفوالي , ژورخفګان , خستګي , د زړه ضربان , په پښو کي بي هوښي , په لاسو او پښو کي د ميږيانو حس کول , شيان په خاکي شکل ليدل او نور مشکلات رامنځ ته کيږي .
په ماشومانو کې د بي دولس B12 ويټامين کموالی په ځنډ (ناوخته) د قدم اخيستلو , په ځنډ (ناوخته) د خبري د پیلولو او نورو ستونزو سبب ګرځي .
د زاړه عمر لرونکو خلګو کي چه عمرونه د 65 کالو شاوخوا کي %40 د B12 ويټامين کموالي ليدل کيږي ځکه د هغوي دمعدي داخلي طبقه په کافي مقدار د B12 ويټامين نه شي جذبولی .