https://www.mahasib.com
اړين دى
نور وښيه...
لږ وښيه
تشرح نده ساتل شوې. مخکې لاړ شه؟
نری رنځ څه ډول ناروغي ده؟
تړونى کاپي کاپي شو
نښې، مخنيوی او درملنه يې
نری رنځ، تبرکلوز، سل مرض يا TB هغه خطرناکه ناروغي ده، د (Mycobacterium tuberculosis) په نوم د يوې مضرې بکتريا په وسيلې رامنځ ته کيږي، له يو کس څخه بل کس ته په اسانۍ سره انتقاليږي، سږي د بريد لاندې نيسي او بې پروايۍ په صورت کې د مړينې لامل کيږي.
۲- د نري رنځ (Tuberculosis) نښې:
د نري رنځ ناروغي په دوه ډول ده، چې بهرنی او دننه توبرکلوز ورته وايي. په داخلي توبرکلوز کې نښې – نښانې له ډېر خڼد وروسته او په کم ډول سره راڅرګنديږي او په دې وخت کې بکتريا په پوره ډول سره پرمختګ کوي او د انسان وجود له لويو روغتياوو ستونزو سره مخ کوي. له بهرني توبرکلوز څخه موخه دا ده، چې په کم وخت کې په څرګند ډول سره د ناروغۍ نښې – نښانې راښکاره کيږي او اغېزمن کس کولی شي له ځنډ پرته يې پر وړاندې ګامونه پورته کړي او درملنه يې وکړي. په عمومي ډول سره نری رنځ (Tuberculosis) لاندې نښې – نښانې لري، چې په لېدو او درک يې بايد پرته له ځنډ غم وخوړل شي.
– سخت او اوږد مهاله ټوخی: دا چې نری رنځ (Tuberculosis) د تنفسي سېسټم ناروغي ده، نو لومړی بريد په سږو باندې وي. د تنفسي سېسټم د تخريب په پار بکتريا په سږو او تنفسي مجرا کې فعاليت کوي، چې څرګنده نښه يې دوامداره ټوخی دی. هغه ټوخی چې له درېيو اونيو ډېر دوام وکړي، نو شونې ده چې د توبرکلوز له امله وي.
– په ټوخي کې وينه: هر کله چې د ټوخي په وخت کې وينه اچول کيږي، نو دا بيا د نری رنځ (Tuberculosis) بله څرګنده نښه ده. وړاندې مو هم وويل چې نری رنځ سږي تر حملې لاندې نيسي نو د سږو د تخريب له امله له ټوخي سره وينه هم ملګرې وي.
– د سينې درد: د سينې په قفس کې درد ډېری وخت د نری رنځ (Tuberculosis) د ناروغۍ له امله وي. هرکله چې د ساه اخېستنې او ټوخي په وخت کې سينه درد کوي، نو لامل يې په سږو کې (Mycobacterium tuberculosis) بکتريا ده، چې د نري رنځ ناروغي يې رامنځ ته کړې ده.
– د وزن کمېدل: د نري رنځ (Tuberculosis) ناروغۍ بله نښه د وزن کمېدل دي. پرته له کوم بل څرګند لامل څخه په دوامداره توګه د توزن کمېدل د ټي بي د ناروغۍ له امله وي.
– د شپې له خوا خولې کېدل: هغه کسان چې د نري رنځ ناروغي ولري، نو د شپې له خوا که هوا يخ هم وي خولې کيږي.
– د اشتها کمېدل: د ټي بي ناروغان اشتها له لاس ورکوي او همدا لامل دی، چې د خوراک د نه خوړو له امله يې د وجود وزن هم کميږي.
۳- د نري رنځ (Tuberculosis) مخنيوی او درملنه:
دغه ناروغي ساري ده. يانې په اسانۍ سره له ناروغ کس څخه روغ انسان ته لېږدول کيږي. که په کورنۍ او ملګرو کې مو څوګ د نري رنځ په ناروغۍ اخته وي، نو په کار ده، چې د خوراک او څښاک لوښي، د خوب او استراحت ځای او نور اړين توکي ورته جدا کړی شي. هڅه دې وشي چې د ياد کسانو سره د اړيکو او خبرو کولو په وخت کې روغ کس خپله خوله او پوزه بنده وساتي.
د نري رنځ (Tuberculosis) د ناروغۍ د پورته نښو په لېدو سره بايد پرته له ځنډ له اړونده متخصص ډاکټر سره اړيکه ونېول شي او د ناروغي د درملنې لپاره د ډاکټر د توصيې مطابق په پاملرنې سره دوا وخوړل شي.